د تراب په طرز

ګیله مه کوه د زړه زور مې اوبه دی

چا چې پریښې یم هماغه مې پکار وه

څوک په مینه تر جتنه پورې لاړل

د چا مینه له ماښامه تر سهار وه

بیلتانه خو یې زه بل رقم خفه یم

چې دې مُلک ته به راغلې له کوم ښار وه

رنځور زړونه محبت باندې رغیږي

داخبره یو بچي ته د خپل پلار وه

ژوند بدل کړه خو احلاق دې بدل نه کړې

ستا اخلاقو جوړه کړې زړه ته لار وه

منم دې ته عالمونه منتظر وو

خو هغه به د عادل په انتظار وه

نسیم شاه عادل

خفه یم بهار ته

په تا خفه نۀ یم پۀ ځان خفه یم

خو ستا پۀ دې کوټه ایمان خفه

ته دې شې ستوری ته دې وځلیږې

پۀ تنګ نظر دې زه بی شان خفه یم

تا هم د هغه چا خویونه خپل کړل

چې تل خفه وي ستا پۀ ځان خفه یم

دا خود خواهي به دې عادت وګرځي

لالیه ستا په دې وجدان خفه یم

چې خپله ګټه د بل زیان لټوي

په دې کمزوري مسلمان خفه یم

که نور یې وکړي خو پروا نه کوي

په بد نیتۍ د خپل جانان خفه یم

بس عادل ذات ته به صبرونه وکړم

ستا شه نصیب په خپل نقصان خفه یم

نسیم شاه عادل