یوه ورځ یوه سړي لرل الماس
په ساتنه کې یې ډير وو په وسواس
په یو ځای کې به یی کیښودله بره
ننداره به یی د هغې کړه رهبره
یو موږک پدی الماسو برابر شو
څه عجیبه منظره وه چې بهر شو
یو الماس یې وو په خوله ترې نیولی
کوم چې ده ته وو په لوړ قیمت راغلی
موږک وخوړو الماس سړی شکي شو
موږک ګډ د موږکانو په ټولي شو
سړي ځان سره وهل بلا فکرونه
څنګ معلوم به کړم موږک په دغه خونه
اخر وویل چې کړم به داسې کار
یو ښکاري به کړم پیدا چې وي هوښیار
یو ښکاري کړ پیدا چې وو هوښیار
دی په ښکار کې وو تر ټولو وفادار
چې ښکاري کله کته د مږو خونه
موږکان واړه راټول په مځکه وو نه
یو وو پورته خوا ته ناست ښه په آرام
شاهانه خیالو کې ډوب وو دا ګلفام
ښکاري واخسته ټوپک يې وویشتلو
موږکانو کې چې پورته گرځیدلو
یبا یې خیټه د موږک چې وڅیرله
قیمتي الماس دانه یې تر وویستله
د الماس خاوند خیران شولو هک پک
چې ښکاري څنګه پيدا کړ دا موږک
ښکاري ویل تعجب مه کړه په دا آن
انسانانو کی هم شته داسې کسان
کوم چې لږ شانې دولت هم را پیدا کړي
ځان په هغه وخت خپلوانو نه جدا کړي
معتبر به ځان ګڼي په خپل قبیل
ځان به وګڼي په ټولو کې اصیل
وي معروره او خودخوا زما یارانو
وایي زه یم معتبره له دوستانو
دی موږک هم پیداکړی دا الماس وو
نو د نودرو نه جدا په بره ناست وو
د ګڼلو ځان د نورو نه بهتر
نو دی ځکه شو ذلیل وو ناخبر
چې د قامه شي جدا هغه ورکیږی
تشمني په هیڅ وخت نه پکاریږي
که ته غواړې چې په نورو شې بهتر
په اخلاقو باندې ځان کړه منور
شه خادم دقام په قوم کې ځان شمار کړه
قوم لپاره دی خدمت ته ځان اوزګار کړه
نسیم شاه عادل
+ نوشته شده در یکشنبه هشتم آبان ۱۴۰۱ ساعت 15:18 توسط نسیم شاه عادل
|