په تا خفه نۀ یم پۀ ځان خفه یم

خو ستا پۀ دې کوټه ایمان خفه

ته دې شې ستوری ته دې وځلیږې

پۀ تنګ نظر دې زه بی شان خفه یم

تا هم د هغه چا خویونه خپل کړل

چې تل خفه وي ستا پۀ ځان خفه یم

دا خود خواهي به دې عادت وګرځي

لالیه ستا په دې وجدان خفه یم

چې خپله ګټه د بل زیان لټوي

په دې کمزوري مسلمان خفه یم

که نور یې وکړي خو پروا نه کوي

په بد نیتۍ د خپل جانان خفه یم

بس عادل ذات ته به صبرونه وکړم

ستا شه نصیب په خپل نقصان خفه یم

نسیم شاه عادل