زړګیه
نور رانه نه کیږي بیخي زړګیه
دغه بدرنګه زندګي زړګیه
چیرته به لیری کوم بیدیا ته لاړ شم
دغه حالات می زړه سیزي زړګیه
ددې بدرنګو دا بدرنګ مخونه
ولا چې ډیر مې زوروي زړګیه
د میکدې په خوا کې کور جوړم
پر مسجد کیږي بمباري زړګیه
چې د زړه غوښي مې کباب کړې ورته
اوس په انګار مې وریتوي زړګیه
دلته اسلام نه یې چاقو جوړ کړی
پر پردي نس یی ورټومبي زړګیه
چی د کم ظرف سره یاري یی کړله
کړه ده غمجنه شاعري زړګیه
په ژوند چې تل داسې نیوکې کوي
عادل به خود زَور مني زرګیه
نسیم شاه عادل
۱۱/۸/۱۴۰۱
+ نوشته شده در شنبه چهاردهم آبان ۱۴۰۱ ساعت 9:23 توسط نسیم شاه عادل
|