دلته زمونږه تماشه دی وکړه

لاړی د بل پر در کیسه دی وکړه

د شیطانۍ ریښی دی ښخی کړلی

څومره عجیبه فیصله دی وکړه

زړه مې را ډک دی بیا هم ناست یم غلی

کور دی ودان ښکلې جرګه دی وکړه

زما پوښتنه خو چا نه وه کړې

نفاق دی جوړکړ اشاره دی وکړه

د شره ډکې وې دا ستا خبرې

چې په خبرو کې وقفه دې وکړه

تل به اخته یی د وجدان په عذاب

د عادل ذات سره جګړه دی وکړه

نسیم شاه عادل