ریښتنولي او مکر لنډه کیسه
رښتینولي او مکر
ویل کېږي چې په لرغونو زمانو کې د زهران په نوم یو قاضي و ، چې په حکمت، زړورتیا، صبر او عدالت کې یې ډير لوی نوم ګټلی ؤ او پیچلې فیصلې به یې په ډير مهارت سره حل کولی
کسیه داسې وه چې په یوه سمیه کې دوه ګاونډیان څنګ پر څنګ اوسیدل یو ګاونډی یې صادق او بل یې مکار او چل باز و؛ صادق ګاونډي ته دا معلومه نه وه چې د هغه د څنګ ګاوندی ډېر مکار او چل باز دی.
مکار ګاونډي یوه ورځ د صادق ګاونډې کورته د پور د اخستلو په موخه ورغی د هغه میرمنې نوموړي ته وویل چې خاوند یې د کار لپاره پټیو ته تللې او شاید ناوخته راشي مکار ګاونډي د صادق ګاونډي د میرنې څخه د هغه ادرس واخست او د ګاونډي پر لورې روان شو
په لاره کې صادق ګاونډی ورته په مخه ورغی مکار ګاونډي ترې ۱۰۰۰ درهمه په پور وغوښتل خو صادق ګاونډي ورسره وعده وکړه چې سبا ته پلانکي ځای ته راشه زه به درته پور درکړم
په سبا مکار ګاونډی ټاکلي ځای ته ورغی صادق ګاونډي ورته بې له دې چې کوم سند یا شاهد ولري ۱۰۰۰ درهمه په پور ورکړل او مکار ګاونډي ورسره ژمنه وکړه چې درې میاشتې وروسته به یې پور خلاصوي
له ټاکلې مودې وروسته صادق ګاونډی د مکار ګاونډي څخه بیرته د پور غوښتلو په پار د هغه کور ته ولاړ؛ خو کله چې له هغه سره مخ شو نو مکار ګاونډی په ورکړل شوي پور په کلکه منکر شو، چې تا ماته هیڅ هم نه دي راکړي ته په ما د درواغو دعوا کوي
ریښتنې او صادق ګاونډي په خپلو ښو پیښیمانه شو بله لاره نه وه خو دایې اوریدلي و چې په پلانۍ سیمه کې د زهران په نوم یو قاضي دی چې د حق فیصلې کوي ، د قاضي دربار ته حاضر شو او کیسه یې ورته بیان کړه، قاضي مکار ګاونډی را وغوښت او چې کله دواړه په قضا کې حاضر شول او خپل دلایل وړاندې کړول ؛ نو قاضي د قضیې د څیړنو وروسته پوه شو چې صادق ګاونډی په حقه دی خو کوم ثبوت (سند یا کوم شاهد ) له ځانه سره نه لري
قاضي لږ سوچ وکړ، بیا یې صادق ګاونډي ته وویل: هغه ځای ته لاړ شه چې تا په کې خپل ګاونډي ته پیسې ورکړې وې، او له هغه ځایه یو موټی خاوره راوړه.”تر څو زه دا ثابته کړم چې ایا تا خپل ګاونډي ته پیسې ورکړي که نه؟
صادق ګاونډي بې له دې چې د قاضي څخه و پوښتې، چې دا لا کوم ډول غوښتنه ده؟ ولاړ چې له هغه ځایه خاوره راوړي
قاضی او مکار ګاونډی منتظر و، وخت ډیر تیر شو خو صادق ګاونډی را معلوم نشو، قاضي له مکار ګاونډي څخه پوښتنه وکړه چې دې سړي خو ډیر وخت تیر کړ، ستا په آند علت یی څه کیدای شي ؟ مکار ګاونډي پرته له دې چې کوم سوچ وکړي قاضي ته یی وویل جناب قاضي صاحب کوم ځای ته چې دی تللې له دې ځایه ډير لیرې دی شاید وروسته راشي
په دی وخت کې قاضي پوهه شو چې د ده مهارت کامیاب شو د قاضي پر شونډو موسکا خپره شوه مکار ګاونډي ته وویل تر هغې دې نه پریږدم چې د دې ګاونډي پور دې بیرته نه وي ورکړی
مکار ګاونډی حیران شو او قاضي ته یی وویل چې ته د کوم ثبوت په اساس ما ګرم بولی او وایې چې هغه ماته پور راکړی دی
قاضي وویل که هغه تاته پور نه وای درکړی نو تا هغه ځای له کومه پیژنده چې هغه ورته تللی دی
مکار سړی چوپ شو. پوه شو چې د خپل مکر په دام کې پخپله ونښتی. بالاخره یې اعتراف وکړ او پور یې بېرته ورکړ.
“عدالت یوازې په کاغذ نه، بلکې په عقل او تدبیر هم ولاړ وي.”
نتیجه : هوښیارتیا د عدالت تر ټولو قوي وسله ده، د درواغو منزل لنډ وي، پر خلکو باور ضرور وکړئ خو احتیاط پکار دی، او رښتیا که څه هم وخت ونیسي ، خو حتمي بریالی کېږي.
د عربی څخه ژباړه: نسیم شاه عادل